امریکا د هغو بریدونو ځواب ورکړ، چې په عراق کې یې له امله د دوی سرتېري ټپیان شوي وو

د امریکا متحده ایالاتو ویلي، د دوشنبې ورځې بریدونو ځواب یې ورکړی چې له امله یې په عراق کې د دوی سرتېري ټپیان شوي وو. پنټاګون ویلي، د دغه برید په غبرګون کې یې د حزب الله د کتایب او په عراق کې ورسره د نورو تړلو ډلو درې ځایونه په نښه کړي چې دغو ډلو ترېنه کار اخیست.