د غزې روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۳۲۵ کسان بیا ټپیان دي. وغتیایي چارواکو ویلي، په خان یونس کې یو روغتون ته نږدې په برید کې شل کسان وژل شوي دي.