د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته امر کړی چې د جګړې لپاره چمتووالی ګړندی کړي

د شمالي کوریا مشر د خپل هیواد پوځ، د وسلو صنعت او اټومي وسلو برخې ته امر کړی چې د «د متحده ایالاتو د بې ساري خوځښتونو د مخنیوي لپاره» د جګړې چمتووالی ګړندی کړي. کیم جونګ اون وویل چې هیواد به یې په نوي کال کې د «امپریالیزم ضد» هیوادونو سره ستراتیژیکې همکارۍ پراخې کړي.