مولانا فضل الرحمن یو وار بیا د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړه

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په ډېره اسماعیل خان کې په خپل کاروان له وروستي برید څخه وروسته یو ځل بیا د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې ده. د یوې خبري غونډې پرمهال هغه ټینګار وکړ، چې فرصتونه باید یوازې یو سیاسي ګوند ته ځانګړي نه وي.