د جاپان په زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ تنو ته لوړ شو

په جاپان کې د اېشیکاوا سیمهییز چارواکي وایي، چې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په لومړۍ نېټه د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، اوسمهال مرستندویه او د ژغورنې ډلې د پرېوتو ودانیو لاندې د دغې سیمې د اوسېدونکو د ژغورلو په لټه کې دي.