داعش د ایران د کرمان د بریدونو پړه پر غاړه واخیسته

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ایران کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په یاده پېښه کې له سلو زیات کسان وژل شوي او اسلامي دولت ډلې په ټېلګرام کې د یادو چاودنو مسوولیت منلی دی.