عبدالکریم خُرم: نتنیاهو غواړي چې روانه جګړه سیمې ته وغځوي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خُرم د ایران په کرمان ولایت کې د تېرې ورځې د ځانمرګو بریدونو په غبرګون ویلي، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو غواړي په سیمه کې جګړه لاپسې وغځوي او ایران پکې ښکیل کړي.