د جنجالي ټویټونو په قضیه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين ضمانت ومنل شو

د اسلام اباد ځانګړي قاضي د جنجالي ټویټونو په قضیه کې د منظور پښتين د ضمانت غوښتنه منلې ده. د قضیې د اوريدنې پر مهال د منظور پښتين وکيل عطاالله کنډي وويل، په قضیه کې علي وزیر هم ښکېل دی چې اوسمهال خوشې شوى دى.