د ایران د کورنیو چارو وزیر: په کرمان کې د "ترهګریزو" چاودنو په تړاو ځیني کسان نیول شوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر نن وویل، ځیني هغه کسان یې نیولي چې د کرمان ښار په چاودنو کې یې لاس درلود. ایسنا خبري اژانس د احمد وحیدي له قوله لیکي:«ډېرې ښې نښې موندل شوې او په دغو ترهګریزو پېښو کې ښکیل کسان نیول شوي دي.