په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له سلو واوښت او سلګونه لا هم لادرکه دي

په جاپان کې د نوي کال د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۰۰ واوښت او تر ۲۰۰ ډېر کسان لا هم لا درکه دي. دغه زلزله په تېرو اتو کلونو کې په جاپان کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه.