د پاکستان له ۹ ولسوالیو په ۹ بېلګو کې د پولیو ویروس تایید شوی دی

د پاکستان د روغتیا وزارت وياند تردې وړاندې ویلي و، چې په کوټه، مستونګ، ملتان، پېښور، نوښار او حب کې د پوليو ويروس يوه، يوه بېلګه لیدل شوې ده. سربېره پر دې؛ د کراچۍ د ملیر، سویل او د ډېره اسماعیل خان په راټولو شویو بېلګو کې د پولیو د ویروس تصدیق شوی دی.