پوتین اوکراین ته ګوتڅنډنه کړې که جګړې ته دوام ورکوي، نو نه جبرانېدونکي زیانونه به وویني

د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړی، د جګړې دوام سره به اوکراین داسې ضربه وویني چې بیا به یې «جبرانېدل ناشوني» وي. ولادیمیر پوتین وویل:‌« اوس روښانه شوې، چې نه یوازې د اوکراین د حملو ضد هڅې ناکامه شوي؛ بلکې د جګړې په دګر کې نوښت هم په چورلټ ډول د روسي وسله‌والو ځواکونو په لاس کې دی.»