پاکستان پرېکړه کړې، چې له ایران سره د امنیتي لانجو د حل لپاره له ارتباطي چېنلونو کار واخلي

د پاکستان د لنډمهاله لومړي وزیر له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د جنورۍ ۱۹مه د ملي امنیت کمیټې غونډه د لنډمهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په مشرۍ جوړه شوه چې د ملي امنیت په مسلو غور وکړي.