ماهرنګ بلوڅ: د اسلام اباد د خبریالانو ټولنې هم راسره دښمني راواخیسته

په اسلام اباد کې د بلوڅ پرلت والو مشره ماهرنګ بلوڅ وايي، د خبریالانو ټولنې پولیسو ته شکایت کړی چې بلوڅ پرلت وال دې له دغه ځایه لرې کړي. تېره ورځ د اسلام اباد د خبریالانو ټولنې له پولیسو غوښتي و، بلوڅ پرلت وال چې دا مهال د دغه دفتر مخې ته یې پرلت وهلی له دغه ځایه لرې کړي.