د کډوالۍ نړۍواله اداره: تر نیم مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي

د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.