په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي

د اسراییل پوځ د سې شنبې په ورځ په غزه کې د لږ تر لږه ۲۴ اسراییلي سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دا د اکټوبر میاشتې د جګړو له پیل څخه تر اوسه پورې په یوه شپه او ورځ کې د اسراییلي سرتېرو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.