د خوړو نړۍوال پروګرام: روانه میاشت له ۶ میلیونه اړمنو افغانانو سره مرستې کوو

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي؛ په پام کې لري، چې روانه میاشت له شپږ میلیونه اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي. یاد سازمان د مرستو اعلان تر هغو شکایتونو وروسته وکړ، چې افغانستان انټرنشنل د دغې ادارې له خوا د مرسته شویو اوړو د بد وضعیت په اړه د یو شمېر کسانو شکایتونه خپاره کړي وو.