امیر خان متقي: د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو نوي استازي ته اړتیا نه شته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سیمې د لسو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوناما په حضور کې د ملګرو ملتونو نوي استازي ته اړتیا نه شته.