په چین کې د یوه پلورنځي دننه اور لګېدنې ۳۹ کسان مړه کړي دي

د چین دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د جیانګشي ولایت په شینیو ښار کې په یوه پلورنځي کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۳۹ کسان مړه کړي او نهه نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې «یو شمېر» لا هم په اور اخیستې ودانۍ کې بند پاتې دي.