ټي‌ټي‌پي: موږ په پاکستان کې د راتلونکو ټاکنو پر غونډو او کمپاینونو بریدونه نه کوو

ټي‌ټي‌پي ویلي، چې دوی په پاکستان کې پر ټاکنیزو غونډو او انتخاباتي کمپاینونو له بریدونو ډډه کوي. اسوشیتید پرېس رپوټ ورکړی چې دغې ډلې ورته ویلي، د دوی موخه په پاکستان کې پوځي او امنیتي ادارې او مرکزونه دي او دوی هغو ګوندونو سره کار نه لري، چې په ټاکنو کې برخه اخلي.