د اسلام اباد په باره کهو کې نیول شوي افغانان په جبري توګه له تورخمه اړول شوي

له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده. د دغې سیمې افغان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه لړۍ له تېرو دوو ورځو پیل شوې او ګڼ نیول شوي افغانان یې له تورخمه اړولي دي.