د طالبانو ټرانسپورټ وزارت: د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د دریو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له خصوصي سکټور سره یې د ۲ میلیارده ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ پروژو تړونونه لاسلیک کړل. دغه وزارت وایي، دې پروژو کې د کابل هوايي ډګر پارکېنګ او انتظارخونه، د فاریاب د اقینې بندر تیرپارک او د هرات د ګذرې ترمینل جوړول شامل دي.