طالبان وایي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې یې زلزله ځپلو ته ۵۰ جوړ شوي کورونه سپارلي دي

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس تېره ورځ سې شنبه د (سلواغې ۱۰مه) په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د هرات زنده جان ولسوالۍ په نایب رفیع کلي کې د ۵۰ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې او زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

د ځایي طالب چارواکو په وینا، دغه ۵۰ کورنه یې د دریو میاشتو په موده کې جوړ کړي او په هرات کې یې زلزله ځپلو کورنیو ته سپارلي دي.
په هرات کې د طالبانو باختر اژانس د دغه ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون د ویاند احمدالله متقي له قوله وايي، چې دغه کورونه یې د بغلان ولایت د سوداګرو او خلکو په مرسته جوړ کړي.
د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کميسون وياند زياتوي چې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو کار روان دى او اوس د نږدې څلور زرو کورونو د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې چې هره اوونۍ به د زلزله ځپلو لپاره وېشل کیږي.
د دغو ۵۰ کورونو د جوړولو مسوول د بغلان اوسېدونکی مولوي شمس الدین د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې دوی د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه دغه ولایت ته راغلي وو، خو کله یې چې د دې سیمې خلک بې سرپناه ولیدل دوی تصمیم ونیو چې دوی ته کورونه جوړوي.
‏مولوي شمس الدين وايي، «د دغو ٥٠ کورونو او دوو جوماتونو په جوړولو په مجموعي توګه ٤١ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.»
د طالبانو له لوري د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کميسون طالب مسوولانو تېره اوونۍ هم د دغه ولایت انجیل ولسوالۍ په پنځو سیمو کې د ۱۴۰ کورونو د جوړېدو او زلزله ځپلو ته د وسپارل کېدو خبر ورکړی و.‏

د هرات له زلزلې څخه نږدې څلور میاشتې اوړي خو لا هم ځینې زلزله ځپلې کورنۍ تر خېمو لاندې د ژمي سړې شپې سبا کوي.