• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د تحریک انصاف ګوند پر ټاکنیز کاروان د برید مسوولیت داعش ډلې ومانه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۰

تېره ورځ د بلوچستان په سېبۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نږدې د شوي برید مسوولیت داعش ډلې منلی. د بلوچستان په سېبۍ کې د عمران خان ګوند د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نږدې تېره ورځ سې شنبې د (سلواغې ۱۰مه) په یوه برید کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سېبۍ پولیسو ویلي، چې چاودنه د سه شنبې ماښام مهال پر جناح سړک په داسې مهال شوې، چې د تحریک انصاف ګوند غړي له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
د سېبۍ مرستیال کمېشنر خدای رحیم پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې چاودنه په یوه موتر سایکل کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.
یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو کې د داعش وسله والې ډلې په دیوالونو شپې پاڼې نښلولې وې، خلک او ګوندونه يې په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي، او په مرګ یې ګواښلي وو.
په هغو شپې پاڼو کې چې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته لیږلې وې په کې، جمهوریت او د ټاکنو بهیر «کفر» بلل شوی او پر مذهبي ګوندونو سربېره، سیاسي ګوندونو او ولسي وګړو ته ګواښ شوی چې په دغه بهیر کې له ګډونه ډډه وکړي.
په روانو ټاکنیزو منډو ترړو کې دا لومړی ځل دی، چې په بلوچستان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي په نښه کیږي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي