د خوړو نړۍوال پروګرام: تېرو ۵ میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان له پاکستانه راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له پاکستانه د جبري راستنو شویو افغان کډوالو په اړه چې د ژوند کولو لپاره پيسې او نور اړین توکي نه لري سخته اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، نږدې پنځه میاشتې کېږي چې له نیم میلیون څخه ډېر افغانان له پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ د (سلواغي ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې له پاکستانه په جبري ډول د راستنو شویو افغان کډوالو د یوې ویډیو په خپرولو سره اندېښنه ښودلې، چې د تېرو پنځو میاشتو پر مهال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي دي.
دوی ویلي چي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال تر سختو پورونو لاندې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د یادو تازه راستنو شویو افغان کډوالو په اړه وايي:« د پیسو یا سامان پرته، ډېر یې باید په افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مبارزې سخت میکانیزمونو ته لاره هواره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې ۱۰ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو نه رسېدو خبرداری ورکړی و.
دغه پروګرام ویلي و، چې ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته په بېړني ډول اړتیا لري؛ تر څو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو