• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي کبیر: زموږ نظام ټولګډونه دی او پکې "پردیو غلامانو او جاسوسانو" ته ځای نه شته

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې نظام ټولګډونه دی او د طالبانو د نظام په اړه د نړۍوالو نیوکې بې ځایه تبلیغات دي. هغه ویلي، په نظام کې یې پردیو غلامانو او جاسوسانو ته ځای نه شته او یوازې "رښتیني افغانان" پکې ځای لري.

دا خبرې مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ پکتیا ته د سفر پر مهال یوې ولسي غونډي ته وکړې.

عبدالکبیر زیاته کړې: "موږ ټولې نړۍ او هېوادونو سره حسنه ډېپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړو. په خپله ټوله خاوره بشپړ واک لرو او په هېواد کې هېڅ ترهګرې ډلې او پتنځایونه شتون نه لري، دا د نړۍوالو بېځایه تبلیغات دي."

نوموړي زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ راپور خپور کړی و، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.

عبدالکبیر وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره کرنې، اقتصاد، بیارغونې او ابادۍ په برخو کې ډېر کارونه شوي او په یادو برخو کې پلانونه شته، چې لویې پروژې عملي کړي.»

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې؛ په دغه غونډه کې ولسي خلکو د ریاست الوزرا دې پلاوي څخه په پکتیا ولایت کې د سړکونو، بندونو، کرنې، روغتیا، اقتصاد، بیارغونې او پوهنې په برخو کې د پروژو غوښتنه کړې.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی