سرچینې: طالبانو په کابل کې د انور الحق احدي کور قبضه کړی دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۳

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، پرون سهار طالب ځواکونو د کابل په دارلامان کې د مالیې پخواني وزیر او اوس په سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق د څارونکي غړي انور الحق احدي پر شخصي کور ولکه وکړه.

د سرچینو په حواله، په دغه کور کې د انور الحق احدي نژدې خپلوان اوسېدل.

سرچینو نن فغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېره ورځ د طالبانو بېلابیلو امنیتي ارګانونو کسانو لومړی د احدي په کور کې له اوسیدونکو وغوښتل چې له دې کور ووځي. دوی دې اوسدونکو ته دا هم ویلي، چې له خپلو جامو پرته هیڅ شی له کوره اېستلی نه شي.

دا سرچینې وايي، د ښاغلي احدي له کوره د دې خلکو تر وتلو وروسته طالبان ور ننوتل او کور یې قبضه کړ.

انور الحق احدي ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا کور دولتي نه دی بلکې د نوموړي شخصي دی او قباله یې هم د ښاغلي احدي په خپل نوم ده.

دغه سرچینې زیاتوي چې د انور الحق احدي کور د نیولو پرېکړه د طالبانو لوړ رتبه چارواکو په امر شوې ده.

انور الحق احدي د افغانستان په پخواني حکومت کې د مالیې، سوداګرۍ او زراعت وزیر پاتې شوی دی او اوس په سويس کې د افغانستان د امانتي صندوق څارونکی غړی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو هڅه وکړه چې د دې راپور په اړه د انور الحق احدي نظر واخلي، خو ښاغلي احدي زمونږ پوښتونو ته د تایید او یا هم رد ځواب را نه کړ.

که څه هم واک ته د طالبانو له بیا رسېدو دوه نیم کاله اوړي، خو اوس د انور الحق احدي د کور قبضه کولو ځینې پوښتنې پیدا کړې دي.

اصلي پوښتنه دا ده، چې په سویس کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوندي تابه صندوق له څارونکي غړي انور الحق احدي سره د طالبانو کوم تازه جنجال پیدا شوی او که کومه بله مسله ده.

په دارالامان کې د انور الحق احدي کور د پخواني ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کورونو ته څېرمه دی.

د اشرف غني ورور حشمت غني تېر کال څو ځلې په وډيوي پيغامونو کې په ډاکه کړې وه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الحق حقاني تره ابراهیم حقاني په کابل د اشرف غني کور او په لوګر کې یې باغ قبضه کړی دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې طالبانو د پخواني ولسمشر اشرف غني کور د نوموړي ورور ته سپارلی او کنه.

طالبانو بیا واکمنېدو سره د پخواني حکومت د ځینې وزیرانو او والیانو کورونه ولکه کړي دي او زیاتره پکې طالب مشران اوسیږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ