• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو ارزونه کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د بیارغونې په هکله د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، واشنګټڼ په ډېر «احتیاط» او پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژني، په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د پرانیستلو ارزونه کوي. سیکار زیاتوي، دغه موضوع د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ستراتیژیک سند کې یاده شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې امریکا دا کار له افغانستانه د خپلو وګړو او پخوانیو افغان همکارانو د اېستلو لپاره کوي.
سیګار وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه ستراتیژیک سند کې زیاته کړې: «موږ له طالبانو سره د امریکايي اتباعو لپاره د قونسلي خدمتونو، روڼتیا او ځواب ورکولو ملاتړ کوو.»
په دغه سند کې دا رنګه د امریکايي یرغمل شویو کسانو لپاره چې دا مهال په افغانستان کې بندیان دي، د ځانګړي استازي پر دندې ټینګار او له هغې څخه ملاتړ شوی.
امریکا په افغانستان کې د پخواني نظام تر ړنکېدو او دغلته د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې خپل سفارت وتاړه او دا مهال له دوحې څخه خپلې چارې پر مخ بیایي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوي سند کې راغلي: «تر هغې چې امریکا طالبان د افغانستان د قانوني دولت په توګه نه وي پېژندلي، باید له هغوی سره کاري اړیکې ټینګې کړو [چې وشو کولای] زموږ موخې سرته ورسېږي او د [واشنګټن] سره د کړو ژمنو په ترسره کولو کې د طالبانو د چمتوالي او ځواکمنتیا په اړه زموږ په باورو کې بدلون راشي.»

د دغه رپوټ له مخې د امریکا نوې تګلاره په څلورو حوزو کې د پلې کېدا وړ ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، اقتصادي مرستې، سیمه‌ییز مشارکت او امریکايي وګړو ته د قونسلي خدمتونو تر څنګ امریکا ته د افغان کډوالو په چارو کې مرسته شامله ده.
په دغه سند کې دا رنګه ټینګار شوی چې امریکا به د افغانستان د خلکو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر سر خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي