د پاکستان په پنجاب کې د سیخ و برېښ ناروغۍ له امله ۸ نور ماشومان هم مړه شوي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د سیخ و برېښ ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د راپورونو له مخې، په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیخ و برېښ ۷۸۴ نوې پېښې ثبتې شوې او په لاهور کې بیا د یوې ورځې په ترڅ کې ۱۹۷ نوې پېښې ثبتې شوې دي.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې د دغې ناروغۍ له امله اته نور ماشومان هم مړه شوي دي؛ خو په لاهور کې بیا په ۲۴ ساعتونو کې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.

په پنجاب کې سږ کال ۱۹ زره ۵۸۸ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې ډلې ۳۱۱ کسان یې مړه شوي دي.

په تېرو ۱۰ ورځو کې بیا تر ۱۰۰ ډېر ماشومان د سیخ و برېښ له امله مړه شوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ