د خوړو نړۍوال پروګرام: جاپان له افغانستان سره ۱۳.۵ مېلیونه ډالر مرسته کوي

د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی. د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا ویلي:« د افغانستان نږدې ۳مه برخه وګړي نپوهېږي، چې د دوی راتلونکې خواړه به له کومه ځایه راځي او د خوړو د خوندیتوب بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.»

هغه ویلي:« جاپان د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې برخه کې پانګونه کوي.»

دغه پروګرام وایي، د دغې مرستې سره به له نږدې ۶۳۰,۰۰۰ هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې په لوږه کې ژوند کوي او د ۴۲,۰۰۰ څخه ډېر خوارځواکۍ مېندواره او د شېدو تغذیه کوونکو مېندو او ماشومانو درملنه وکړي او نږدې ۳۶,۰۰۰ د ښوونځي ماشومان به بسکېټ ترلاسه کړي؛ ترڅو دوی سره مرسته وکړي چې روغ رمټ پاتې شي او ښه زده‌کړه وکړي.

په تېرو درېیو کلونو کې د جاپان له‌خوا شوې مرسته ټولټال ۷۳ مېلیونه ډالرو پورې رسېږي.