طالبان: تېر کال د منځنۍ اسیا هېوادونو سره نږدې ۱.۵ مېلیارده ډالر سوداګریزه راکړه ورکړه شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر یوه کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې یو نیم مېلیارده ډالر سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

‏د دغه وزارت په وینا په دغه راکړه ورکړه کې ۱۰۰ مېلیونه ډالر صادرات شوي، چې غوښنه برخه یې تازه او وچه مېوه او اېنجه جوړوي.

له بلې خوا د جمهوریت له پرځېدو وروسته د صاداراتو کچه د پخوا پرتله راټیټه شوې ده.

په تېرو وروستیو ورځو کې هندي رسنیو هم راپور ورکړی و، چې د سرحدي ستونزو او د لسو ورځو لپاره د افغان موټر چلوونکو پر وړاندې د تورخم دروازې د تړلو له امله د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه ټېټه شوې چې دغې کړنې په هندي بازارونو هم اغېز پرې اېستی او په هندي بازارونو کې د افغاني توکو د بیو د لوړېدا لامل شوی.

له بل پلوه سوداګر وایي، د پاکستان له‌خوا په سوداګریزو چارو کې وخت نا وخته د نویو خنډونو رامنځته کېدا دوی ته ګڼ زیانونه اړولي او دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د پاکستان پر ځای دې له بل بدیله کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ