• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۴۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړای شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت شنبه د سلواغې په ۱۴مه نېټه په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۴۹۴ افغان کډوال د سلواغې په ۱۲مه او ۱۳مه د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته په زوره راستانه کړای شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۷۸ کورنۍ چې ټولټال ۳۴۸ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې شوې دي.

د دغه امریت په وینا، دغه کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته معرفي کړي دي.

له بلې خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۲۹ کورنۍ چې ټولټال ۱۴۶ کسان کېږي په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوې چې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته معرفي شوي دي.

له بلې خوا اوچا تېره ورځ ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر له ۵۰۰ زرو لوړ شو.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي و، چې د دغه شمېر ۸۴ سلنه یې د ۲۰۲۳ کال په درېیو وروستیو میاشتو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

خو تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنیو د اړوندو ادارو د مالوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۲۹مې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۸۳۰۰ ته لوړ شو او د بې اسناده افغانانو د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

ډېر لیدل شوي

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي
۱

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۲

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۳

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۴

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۵

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې