له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د روسیې په اورینبورګ ښار کې د «بريا ته سلام» په نوم نندارتون جوړ شو.
روسي رسنیو ویلي، په دې نندارتون کې د پوځیانو شخصي توکي، یونیفورم، وسلې او پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د روسي رسنۍ په راپور کې راغلي، چې دا نندارتون به د سلواغې تر ۲۹ پورې د لیدونکو لپاره خلاص وي.
د اورینبورګ ښار شاوخوا شپږ زره اوسیدونکو، چې اوس د دغه نندارتون کوربه دی په افغانستان کې د شوروي په جګړه کې برخه اخیستې وه. ۱۸۲کسان یې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
شوروي ځواکونه د ۱۳۵۸کال د مرغومي په میاشت کې افغانستان ته ننوتل او ۹ کاله وروسته د ۱۳۶۷کال د سلواغې په میاشت کې له افغانستانه ووتل.
په دې جګړه کې په زرګونو شوروي پوځیان او په سلګونو زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
روسيه هر کال د فبرورۍ په ۱۵ له افغانستانه د شوروي د وتلو په مناسبت بېلابېل پروګرامونه جوړوي.
تېر کال له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د ټولو خلکو او په دې جګړه کې د ګډون کوونکو لپاره یوه ستره او نه هېرېدونکې ورځ ده.
ښاغلي پوتین وویل، چې «د هغو اتلانو او ملگرو یادونه چې کور ته نه دي راستانه شوي د تل لپاره به زموږ په زړونو کې پاتې شي.»