د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرموزو وژنو په لړ کې تېره ورځ شپږ تنه وژل شوي
لومړۍ پېښه وړمه شپه د مزارشریف په اوومه ناحیه کې شوې، چې له امله یې د یوې ډاکټرې په ګډون د یوې کورنۍ څلور کسه وژل شوي دي. سیمهییزې سرچینې وايي، د شپې ناوخته وسلهوال کسان په کارته خراسان سیمه کې یوه کور ته اوښتي او د دغې کورنۍ څلور غړي یې لومړی په چړو وهلي او بیا یې زندۍ کړي.
د دغې پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا معلومه شوې چې په وژل شویو کسانو کې یوه یې ډاکټره وه.
بله خوا د تخار په ولایت کې یوه پېغله د خپل کوژده شوي هلک لهخوا وژل شوې ده.
دغه پېښه پرون ناوخته د تالقانو ښار په څلورمه ناحیه کې د نهر چمن په سیمه کې شوې ده.
سیمهییز خلک وايي، دغه نجلۍ ۱۶ کلنه وه او نوې کوژده شوې وه.
ځايي خلک وايي، دغه نجلۍ په ښکاري ټوپک وژل شوې ده.