• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلتوال: که مو تر راتلونکو څلورو ورځو غوښتنې و نه منل شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د چمن پرلتوال چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې یې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.

د چمن پرلتوالو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) پرېکړه وکړه چې که غوښتنې یې و نه منل شي په پاکستان د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ ورځ پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې، د پاکستان حکومت په ګډون چمن د یو شمیر مشرانو، سیاسيون او دیني عالمانو له لوري تېر ایستل کیږي.

نوموړی وايي که تر راتلونکو درېیو ورځو د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په ټاکنو کې به ګډون و نه وکړي: «که د فبروري تر اوومې نیټې زموږ غوښتنې و نه منل شي او دروازه د پخوا په څېر په عادې ډول خلاصه نه شي موږ په ټاکنو کې برخه نه اخلو. په هغه ورځ بیا د پوځ د کلا مخې ته، د ګمرک مخې ته او د نورو دولتي ادارو مخې ته کنټینرونه ږدو او پرلت وهو.»

دغه پرلتوال وايي له تېرو نږدې څلور میاشتې راهیسې یې ټول کاروبار بند دی او دلته ځايي خلکو او سوداګرو ته سخت مالي زیان اوښتی دی.

پرلتوال وايي، د ژوند تر ورستیو شېبو د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو د پرېکړې په وړاندې په کلکه دریږي.

د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «موږ د پاکستان په جغرافیه يي بېلابېل او د پاکستان د پوځ په فرمایش قانون نه منو. موږ خپل د ژوند کولو حقوق غواړو. موږ دې څوک نه مجبوروي چې دا امن لرونکی پرلت مات کړو او په چمن ښار کې په ګډوډیو لاس پورې کړو.»

د چمن پرلتوال وايي په تېرو لسو ورځو کې د پرلت په استازیتوب یو شمېر کسانو په اسلام اباد کې له حکومت سره د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو په تړاو خبرې کړې خو پایله یې منفي وه.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي