• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان څخه څه باندې ۴۸۱ زره افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د حکومت له خوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر لومړیو کې کډوالو ته د وتلو خبرداري پسې تر اوسه له دغه هېواد څلور لکه، ۸۱ زره ۲۵۶ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده وتلي دي. د پاکستان دولتي راډیو وايي، یوازې پرون ۲۹۵۶ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې دوه اونۍ وړاندې ویلي وو، چې له څلورو میاشتو راهیسې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د دغه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې ستانه شوي کډوال یوازې جبري ویستل شوي افغانان دي او که په دغه شمېر کې په خپله خوښه تلونکي کډوال هم شامل دي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالب چارواکو په وار - وار له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان په روان سخت ژمي کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۵

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

سوډان کې د پاکستان د وژل شوي پوځي مړی نن خاورو ته وسپارل شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايی، په سوېلي سوډان کې د دغه هېواد د وژل شوي سرتېري جنازه نن د سیند صوبې په بدین کې خاورو ته وسپارل شوه. د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې اونۍ مخکې پر پاکستاني ځواکونو برید وشو چې پکې محمد طارق ووژل او څلور نور ټپیان شول.

پر دوی هغه مهال د سوډان او سوېلي سوډان پوله کې برید وشو چې دوه ناروغان یې روغتون ته لېږدول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، چې د دغه هېواد ۱۸۱ سرتېرو د نړیوالې سولې لپاره خپل ځان قربان کړی دی.

دغه اداره زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې خپلې همکارۍ ته ژمن دي او د سولې او ټیکاو په برخه کې به خپلې هڅې کوي.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ډېر شمېر له پلوه پنځمه درجه لري.

د پاکستان ۴۲۰۰ پوځیان او پولیس په ایبي، سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت، قبرس، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، مالي، سوېلي سوډان او لوېدیځه صحرا کې د سولې لپاره فعالیت کوي.

عطامحمد نور او محمد محقق د فدرال غوښتونکو ټولنې هرکلی وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د اسلامي جمعيت ګوند یو مشر عطا محمد نور او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په جلا خبرپاڼو کې «د افغانستان د فدرال غوښتونکو ټولنې» ملاتړ کړی او دا ډول نظام یې په هېوادونو کې اغېزناک بللی. د «افغانستان د فدرال غوښتونکو ټولنې» په نوم یوه نوي سیاسي خوځښت پرون خپل حضور اعلان کړ.

عطامحمد نور نن د دې نوي خوځښت د اعلان او موجوديت هرکلی کړی او ليکلي يې دي، چې په نامتمرکز نظام باور لري او فدرالي نظام تايیدوي.

عطا محمد نور په دې اعلاميه کې ليکلي: «په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمعیت د مرکزي صدارتي نظام په غیر متمرکز نظام بدلولو باور لري، غیرمتمرکز فدرالي نظام یو داسي نظام دی، چي د نړۍ په نوروهیوادونو کې هم اغیزناک ثابت شوی دی .»

بل لوري بيا د افغانستان د خلګو د وحدت ګوند مشر محمدمحقق فدراليزم تر بل هر نظام د خلګو حقونو ته نژدې بللی او د دې خوځښت هرکلی یې کړی دی.

دغه طالب ضد سياستوال د يکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د نورو نظامونو په پرتله فدراليزم د خلګو له حقونو سره تړلی دی.

د هغه په خبره، درې لسیزې وړاندې د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د فدرالي نظام د جوړېدو وړاندیز کړی و.

د «افغانستان فدرال غوښتونکو ټولنې» پرون د يو شمېر سياستوالو او د افغانستان د ولسي جرګې د هغو پخوانيو غړو په ګډون خپل د موجوديت اعلان چې د دا ډول نظام پلوي دي.

له بلي خوا د حکومت مشرانو په تېرو دوو لسيزو کې تل له فدرالي نظام سره مخالفت ښودلی او دا ډول نظام یې د افغانستان تجزيې ته د زمينې برابرول بللي دي.

د دوی په خبره، افغانستان چې له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې له جګړې او د ګاونډیانو له مداخلې سره مخ دی، دا نظام یې سره پاشلی شي.

د ترکیې پولیسو په بیتلیس ښار کې ۵۸ افغان کډوال نیولي دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د ترکیې د بیتلیس ښار سیمه ییزو چارواکو نن وویل، ۵۸ افغان کډوال یې چې په یوه لارۍ کې سپاره وو، د تانریار د مرکزي کلي په پوسته کې نیولي دي. د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد د پولیسو په عملیاتو کې دوه کسان د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي دي.

د بیتلیس د والي دفتر په خپل اېکس کې لیکلي چې پولیسو دغه پناه غوښتونکي وړمه ورځ ونیول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوه نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو او پاتې نور پناه غوښتونکي د کډوالۍ چارو ریاست ته سپارل شوي دي.

د تركيې د چارواكو له خوا د اعلان شويو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد كې د كډوالو د نيولو او شړلو عمليات دوام لري.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد پولیسو د بیتلیس ښار په همدې پوسته کې په یوه لارۍ کې ۷۶ افغان کډوال نیولي او د کډوالو توقیف ځایونو ته یې سپارلي وو.

د طالبانو دعوت ریاست له مالیې وزارت ډاډ غواړي چې د کارمنانو « سیرت یې څو فیصده برابر دی»

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دغه وزارت له ټولو ریاستونو پوښتنه کړې چې د دې ډلې د مشر پخوانیو امرونو ته په پام یې کارمنان «څو فیصده برابر شوي دي.» دغه ریاست له ټولو ریاستونو غوښتي چې د سیرت او صورت، د لمانځه او د شریعت د پوره پابندي په هکله ډاډ ور کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست دا مکتوب یوه اوونۍ وړاندې صادر شوی او ګمرک ریاست ته لېږلې کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ده.

د سرچینو په خبره، ورته مکتوب د مالیې وزارت ټولو ریاستونو ته لېږل شوی دی.

د دغه مکتوب په یوه برخه کې راغلي، چې د طالبانو د ډلې رهبر د شفاهي امر او د امربالمعروف او نهي له منکر وزارت او د دعوت او ارشاد لوی ریاست د حکم په اساس د مالیې وزارت اړوند ټول ریاستونه «مونږ ته اطمینان راکړی چې ستاسو په ریاست کې څومره اصلاحات راغلي دي او د کارکوونکو سیرت او صورت څو فیصده برابر شوی دی.»

د دغه مکتوب په پله برخه کې یې د مالیې وزارت ټولو مامورینو ته خبرداری ورکړی چې خپل ځانونه په سنت طریقه برابر کړي:« د امربالمعروف وزارت محتسبین بیا بیا ګرځي او د مامورینو سیرت او صورت له نژدې ګوری نو که د دوي په اړه هره پرېکړه وشوه مسوولیت یې پر خپله غاړه دی.»

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغې ډلې خپلو کنټرول لاندې دولتي ادارو کې پر مامورینو محدودیتونه لګولي دي.

څه مهال مخکې طالبانو د ملي تلویزیون پر ویاندانو او خبریالانو خولۍ او لونګۍ پر سر کول جبري کړل.

یو شمیر نظر خاوندان په دې باور دي چې طالبان په دغو محدودیتونو سره غواړي د پخواني حکومت مامورین له دندو وشړي او پرځای یې هغه طالبان وګماري چې له مدرسو فارغ شوي وي او تېره شل کلنه جګړه کې یې ورسره برخه اخیستې وي.

طالبانو په بدخشان کې واورین پړانګ د ۳۰ پسونو له وژلو وروسته ونیو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

طالبانو ويلي، د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې هغه واورین پړانګ نیولی، چې په څارویو یې برید کړی او ۳۰ پسونه او وزې یې «له منځه وړي» وړي وو. د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې دغه پړانګ به د وترنرانو له خوا تر درملنې وروسته « د طبیعت غېږ ته» خوشی شي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن په خپل اېکس کې ويلي، چې دغه پړانګ « په خوندي ځای کې ساتل کیږي» او د نیولو پر مهال ټپي شوی چې وترنران یې درملنه کوي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه کې د یوه ټپي پړانګ انځور هم خپور کړی دی.

د بدخشان په واخان غرونو کې کم شمېر واورين پړانګان ژوند کوي.

د افغانستان مخکني حکومت د دغه حیوان د ورکېدو د مخنیوي په خاطر د دې ژوو پر ښکار بندیز لګولی و.