• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او پاکستان د سوداکرۍ ګډه خونه وايي، موټروانانو ته دې د اوښتو ځانګړی سند جوړ شي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې همغږي کوونکي ضیاءالحق سرحدي وايي، د هغو لاریو چلوونکو ته دې د تګ و راتګ ځانګړي سندونه ور کړل شي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مالونه لېږدوي. هغه وويل، چې د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې اسانتيا رامنځته کول دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د یکشنبې په ورځ د ضیاءالحق سرحدی له قوله راپور ورکړ، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ د موټر چلوونکو د ویزې د ستونزو له امله لس ورځې بند شوی و.
د ښاغلي سرحدي د وړاندیز پر بنسټ، د شاوخوا زرو لاریو چلوونکو تهله دغو لاریو باید د ویزې پر ځای یو ځانګړی سند ورکړل شي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو دخوسا کېدو لیږد په برخه کې ستونزې حل شي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه لارۍ باید د پاکستان او افغانستان په ګمرکونو او ټرانسپورتي ادارو کې ثبت شي.
ښاغلي سرحدي زیاته کړه چې باید د ځانګړي پاسپورټ د ورکړې لپاره لګښت واخیستل شي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د همغږي کوونکي په خبره، د پولې دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ بندې دي او د خرابیدونکو توکو د خرابېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی