• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکيې د داعش خراسان ۱۷ شکمن غړي نيولي دي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د ملي استخباراتو او امنیت ادارې د داعش خراسان ۱۷ غړي نیولي دي. دغې رسنۍ ویلي؛ داعش - خراسان چې په دې وروستیو کې په استانبول کې پر یوې کلیسا د برید مسوولیت په غاړه اخیستی، دا دغې ډلې «سخته ضربه» ګڼل کیږي.

په راپور کې راغلي چې "د استخباراتي پلټنو په پایله کې د داعش د خراسان ولایت مسوول او هغه ترهګر چې له هغه سره کار کوي وپېژندل شول."

اناتولي خبري اژانس زیاته کړې، د ترکیې ملي استخباراتو او امنیت ادارې د استانبول له پولیسو سره په همکارۍ په عملیاتو کې ۱۷ شکمن کسان نیولي او د استخدام، تمویل او لوجستیک په برخه کې یې د داعش د خراسان څانګې فعالیتونو ته سخته ضربه ورکړې ده.

ترکي رسنیو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ دوو بریدګرو د استانبول ښار په سریار سیمه کې پر یوې کلیسا برید وکړ، چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو.

له دې پېښې وروسته داعش ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره د ترکیې په استانبول ښار کې د سانتا ماریا په ایټالوي کلیسا د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکایا مخکې اعلان وکړ، چې په برید کې د لاس لرلو په تور دوه تنه نیول شوي دي. هغه مهال نیول شوي کسان د روسیې او تاجکستان اتباع وو.
​ 

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی