• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام:له نیم میلیون زیات راستانه شوي کډوال د خوړو عاجلو مرستو ته اړتیا لري

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له پاکستانه له نیم میلیون څخه زیات افغان کډوال بې له پانګې او شتمنیو څخه په زور افغانستان ته لېږل شوي او خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستان څخه ایستل شوي کډوال د نوي ژوند او کور جوړولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د خوړو مرستې ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې له پاکستان څخه په زور ایستل شوي کډوال دا مهال له سختې لوږې سره مخ دي او د ورځني ژوند د تېرولو په موخه پورونه اخلي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د راستنو شویو افغان کډوالو د سخت حالت خبره په داسې مهال کوي، چې طالبانو ویلي؛ دا ډله له راستېدونکو کډوالو سره مرستې کوي.

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو پرېکړه کړې، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ویلي، چې تر دا مهاله نېږدې پنځه میلیونه کډوال په جبري او خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ ادارې ویلي، چې یاد کډوال د سرپنا سربېره د خوارکي توکو او درملو له کمښت سره مخ دي.

د پاکستان حکومت بیا ویلي، چې تر دا دمه په جبري ډول نېږدې ۸۳ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خيبرپښتونخوا په بونیر کې د وسله والو په یوه برید دوو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، تېره شپه د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې د پولیسو په چیک پوسټ د برید له امله يو پاکستانی پولیس وژل شوی او یو تن ټپي دی. ويل کیږي، پر دغو پولیسو تېره شپه د (سلواغې ۱۶مه) د بونیر په امبیلا چیک پوسټ برید شوی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې دغه برید نه دی منلی.

په پاکستان کې ټاکنو ته اېله یوه ورځ پاتې ده، ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه په دغه هیواد کې ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو مودې له نږدې کېدو سره د پاکستان په دوو ایالتونو خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی چې له امله یې مرګژولې هم اوښتې دي.

وړمه شپه هم د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د برید له امله ۱۶ پولیسو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر هغه وړاندې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډله ییزو، سړک غاړې بمونو او پر امنیتي پوستو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو پوهنې رياست زده‌کوونکو ته امر کړی، چې ځانونه دې په 'شریعت' برابر کړي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د هلمند د طالبانو پوهنې ادارې مشر له ښوونځيو څخه د ليدنې پر مهال له زده‌کوونکو څخه غوښتي، چې ځانونه په «سمه او شرعي» لاره برابر کړي. په ډېریو ښوونځيو کې زده‌کوونکو ته د خوليو او پټکيو د پر سرولو هم ويل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مطبوعاتي څانګې نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه ويلي، چې د دې ولایت د پوهنې مشر له زده‌کوونکو غوښتي چې ځانونه په «شریعت» برابر کړي.

په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې د هلمند د طالبانو پوهني رياست مشر محمدعوض انصاري زده‌کوونکو ته دغه سپارښتنې د ښوونځيو د تدريسي چارو ارزونې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې: «زده‌کوونکو ته باید لارښوونه وشي، چې خپل ځانونه پر صحيح او شرعي لاره برابر کړي او زيات وخت په مطالعه تېر کړي.»

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه ډله پر تعليمي مرکزونو له ځېنو بنديزونو سره سره هڅه کوي، چې د زده‌کوونکو په ظاهري بڼه کې هم بدلون راولي.

د طالبانو امرباالمعروف او پوهنې ادارو په هلمند او کندهار کې د ښوونځيو او پوهنتونونو له زده‌کوونکو غوښتي، چې خولۍ او لونکۍ پر سر کړي او خپله بڼه بايد پر شریعت برابره کړي.

د هلمند په ډېرو ښوونځيو کې د مخکني نصاب د عصري مضمونونو پر ځای ديني هغه تدريسيږي.

په هلمند کې دا مهال شاخوا ۴۱۷ ښوونځي فعال دي، چې ۲ لکه ۵۵ زره زده‌کوونکې پکې په زد ه‌کړو بوخت دي.

له دې جملې څخه ۳۶ زره یې نجونې دي چې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړي کوي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار نړۍواله غونډه رابولو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې او لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله د پېښو شویو ستونزو سره د مبارزې په پار یې راتلونکې اونۍ درې ورځنۍ غونډه وربللې ده.

د طالبانو تر واک لاندې دغو دوو ادارو تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، دغه غونډه چې ننګرهار په پوهنتون کې جوړېدونکې ده په حضوري او انلاین بڼه به پر مخ ولاړه شي.

په پام کې ده، چې په دغې غونډه کې به شاوخوا د کورنیو او بهرنیو چاپېریال ساتونکو له‌خوا ۱۴۰ مقالې ولوستل شي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر اغېزو او له هغو څخه به د وتلو پر لارو چارو راټولې وي.


تر دې وړاندې هم په کور د ننه او هم بهر کې د وچکالۍ له امله د افغانستان اقلیمي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی و او داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۱ مېلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې په وینا، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
وروستۍ څېړنې ښيي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله په نړۍ کې شپږم ډېر ځپل شوی هېواد دی او د افغانستان ډېرې سیمې د وچکالۍ، سېلابونو، ځمک ښویېدنې سره مخامخې دي او هر کال بې شمېره مالي او ځاني تاوانونه خلکو ته اړوي.

د طالبانو د ماليې وزارت مرستیال: د پانګوالو د ستونزو حل کول زمونږ لومړیتوب دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د مالې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ملا عبدالقاهر حاجي ادریس د کابل ښار له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د پانګولو د ستونزو حل کول د دوی لومړیتوب دی.

افغان پانګوالو په وار - وار د طالبانو له لوړو مالیو او له روان اقتصادي وضعیت څخه سرټکولی او ډېرو پانګوالو خپلې پانګې دوبۍ او ترکیې ته انتقال کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغه طالب چارواکي له قوله ویلي، چې پانګوال دې د هېواد د ابادۍ او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پانګونه کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی د ستونزو حلول د طالبانو او په ځانګړې توګه د دوی د مالیې وزارت لومړیتوب دی.

نوموړي ویلي، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د پانګه والو ټولې اصولي غوښتنې ومنل شي.

طالبانو نه یوازې خپل د حکومت د دورې بلکې د جمهوریت د مودې باقیات هم له ډېرو پانګوالو په زوره اخیستي او د افغانانو لپاره یې د کاروبار شرایط سخت کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت معین له ترکیې غوښتي چې کروندګرو سره مرستې وکړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوی صدراعظم عثماني د اسلامي همکاریو سازمان کې د ترکیې د بشري مرستو د څانګې له مشر خلیل ابراهیم څخه غوښتي چې د افغانستان کروندګر او مالداران سره مرستې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عثماني له قوله ویلي، چې د افغانستان ګروندګر لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او د دې لپاره چې پر پښو ودریږي لاسنیوی یې وشي.

عثماني ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا د نشه یي توکو کرل بند شوي او دا چې خلکو د حلالو محصولاتو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړې:“نو اړتیا ده چې دې د دې هېواد له بزګرو سره مرستې وشي چې له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي."

خلیل ابراهیم له افغان بزګرو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي خبر ورکړی.