• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مزارشریف کې د ام‌البلاد د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۰

د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دغه نندارتون په بلخ ولایت کې د کار نړۍوال سازمان په مالي مرسته جوړ شوی. د دغه نندارتون جوړول په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او په افغانستان کې له پانګونې څخه ملاتړ ښودل شوی دی.

له بل پلوه طالبان بیا وایي، چې په دغه نندارتون کې نږدې ۹۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او ډېری غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

په دغه نندارتون کې ښځینه ګډونوالې د دوی د لاسي صنایعو د پېکه بازار په برخه کې شکابت لري.

دوی وایي، د پخوا پرتله د دوی د لاسي صنایعو کاروبار پېکه شوی دی او که پېرېدونکې راځي هم په ډېره کمه بیه ترې توکي غواړي.
په دغه نندارتون کې د لیلا په مستعار نوم یوه ښځینه سوداګره وایي:« پخوا لاسي صنایع په ډېرې ښې بیه پلورل کېدې او دغه توکي خلکو هم ډېر خوښول؛ خو اوس د ګوتو په شمېر مینه‌وال یې پاتې دي او هغوی یې هم په ډېره کمه بیه راڅخه غواړي.»
هغه وایي، چې په تېر کې دغه د لاسي صنایع توکي ترې ښځینه دفتري کارکوونکو پېرل؛ خو اوس یې هغه پېرېدونکې نه دي پاتې.
هغه د طالبانو له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې لا کار وشي او د دوی د دغو توکو لپاره ښه بازارونه وموندل شي.
ورته مهال په بلخ کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي ویلي، چې دغه ډول نندارتونونه کولای شي د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لامل شي او هڅه کوي چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د ځینو نړۍوالو سوداګرو پام افغاني توليداتو ته راجلب کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي