د بریتانیا سلطنتي ماڼۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، د ډاکترانو د معایناتو پایلو وښوده چې د بریتانیا پاچا دریم چارلز د سرطان په ناروغۍ اخته شوی.
د سلطنتي ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دریم چارلز د خپلو معایناتو له پاره اندېښمن نه دی او ډاډمن هم دی چې ډېر ژر به خپلې دندې ته ستون شي.
د بکېنګهم ماڼۍ ویلي، چې د بریتانیا پاچا «خپله منظمه درملنه» د دوشنبې ورځې راهیسې پیل کړې ده.
د بریتانیا ۷۵ کلن پاچا تېره میاشت د پروسټاټ د غټېدو له امله په روغتون کې بستري شوی و.
سلطنتي ماڼۍ ویلي، چې تشخیص شوی سرطان پروسټاټ نه دی؛ بلکې «د سرطان یو بل ډول دی».