په هلمند کې د طالبانو پوهنې رياست زده‌کوونکو ته امر کړی، چې ځانونه دې په 'شریعت' برابر کړي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د هلمند د طالبانو پوهنې ادارې مشر له ښوونځيو څخه د ليدنې پر مهال له زده‌کوونکو څخه غوښتي، چې ځانونه په «سمه او شرعي» لاره برابر کړي.

په ډېریو ښوونځيو کې زده‌کوونکو ته د خوليو او پټکيو د پر سرولو هم ويل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مطبوعاتي څانګې نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه ويلي، چې د دې ولایت د پوهنې مشر له زده‌کوونکو غوښتي چې ځانونه په «شریعت» برابر کړي.

په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې د هلمند د طالبانو پوهني رياست مشر محمدعوض انصاري زده‌کوونکو ته دغه سپارښتنې د ښوونځيو د تدريسي چارو ارزونې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې: «زده‌کوونکو ته باید لارښوونه وشي، چې خپل ځانونه پر صحيح او شرعي لاره برابر کړي او زيات وخت په مطالعه تېر کړي.»

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه ډله پر تعليمي مرکزونو له ځېنو بنديزونو سره سره هڅه کوي، چې د زده‌کوونکو په ظاهري بڼه کې هم بدلون راولي.

د طالبانو امرباالمعروف او پوهنې ادارو په هلمند او کندهار کې د ښوونځيو او پوهنتونونو له زده‌کوونکو غوښتي، چې خولۍ او لونکۍ پر سر کړي او خپله بڼه بايد پر شریعت برابره کړي.

د هلمند په ډېرو ښوونځيو کې د مخکني نصاب د عصري مضمونونو پر ځای ديني هغه تدريسيږي.

په هلمند کې دا مهال شاخوا ۴۱۷ ښوونځي فعال دي، چې ۲ لکه ۵۵ زره زده‌کوونکې پکې په زد ه‌کړو بوخت دي.

له دې جملې څخه ۳۶ زره یې نجونې دي چې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړي کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ