• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کندهار کې مو ۶۰ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځولې ده

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې ۶۰ زره جریبه ځمکه یې له غصبه خلاصه کړې؛ خو د طالبانو د دفاع وزارت د لوړ پوړي چارواکي له لوري د کندهار د زاړه ښار د نارنج ماڼۍ ته څېرمه د یوې لويې هدیرې او دولتي ځمکې د غصب په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۱۷مه) د کندهار ولایت د کرنې ریاست ویاند ننګیالي سمون له قوله ویلي، چې د دغه ولایت په کښته میوند او لوړ شاولي کوټ ولسوالیو کې یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري غصب شوې ۳۵ جریبه ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د تېر یوه کال په موده کې یې د کندهار ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
خو د کندهار سیمه ایزو طالب چارواکو د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل له لوري د نارنج تاریخي ماڼۍ اړوند شاوخوا سیمې غصبولو او د مدرسې او د کانونو جوړولو په اړه هېڅ هم نه دي ویلي.
له کندهاره افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند د زاړه ښار ناريج کلا ته څېرمه يوه لويه هدیره او دولتي ځمکه غصب کړې او غواړي شخصي مېنه پرې جوړه کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند هلته د يوه مړي د ښخېدو لپاره هم اجازه نه ده ورکړې.
له سېمې څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رسېدلې ويډيو او تصویرونو کې معلوميږي، چې څو طالب وسله‌وال د هغو کسانو مخه نيسي، چې غواړي هلته مړی ښخ کړي.
دغه وسله‌وال په همدې سېمه کې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستيال ملافاضل اخوند ملګري دي، چې هلته د مدرسې او د ملا فاضل اړوند د نورو رغنيزو چارو امنيت ور تر غاړې دی.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۴
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی