د طالبان سوداګرۍ وزارت: ۲۰۲۳ کال مو له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته ۱.۹ ميلیارډه ډالر صادرات کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.