• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال: د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې زمونږ استازولۍ فعاله دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې استازولۍ د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې فعاله دي.

مولوي عبدالکبیر په کابل کې په یوه غونډه کې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې طالبان د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې غواړي.
دغه طالب چارواکي د هغو هېوادونو نومونه وانه خیستل چې د دغې ډلې استازولۍ پکې فعاله دي.
ایران، پاکستان، چین، روسیه، ترکیه، قطر او په دې وروستیو کې ازبکستان هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې یې په خپلو سفارتونو کې د طالبانو ډېپلوماتان منلي دي.
داسې ښکاري چې د افغانستان د فعاله استازولیو په اړه د عبدالکبیر موخه په بهر کې د افغانستان ډېپلوماتیکې استازولۍ دي، چې لوړپوړي کارکوونکي کې یې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل شوي او یا هم له دغه وزارته دستور اخلي.
دغو هېوادونو په داسې حال کې د افغانستان سفارتونو ته د طالبانو استازي منلي، چې د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د ګواښ او د طالبانو او القاعدې ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه راپور خپور کړی، دغه طالب چارواکي ادعا کړې چې نړۍ د افغانستان په اړه اندېښنه ​​نه لري.
عبدالکبير وويل: "د ځينو منفي تبليغاتو برعکس نړۍ د افغانستان په اړه اندېښنه ​​نه لري او حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي."
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د افغانستان د امنیت ترڅنګ د سیمې او نړۍ امنیت هم غواړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي