• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ نړۍواله شورا: ایرلینډ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۰

ایرلینډ د فبرورۍ میاشتې په ورستیو کې د افغانستان پر وړاندې یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د سه شنبې په ورځ د ( سلواغې ۱۷مه) خبر ورکړ، چې ایرلینډ به د فبرورۍ په ورستیو کې خپله دویمه تیسټ سیالي په ابوظبي کې د افغانستان په وړاندې ترسره کړي.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا په خبره انډریو بالبیرني به د ټیسټ لوبډلې او پاول سټرلینګ به د یو ورځیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د ایرلینډ لوبډلې د غوراوي کمیټې د مشر انډرېیو وایټ له قوله لیکلي:« چمتوالی ښه روان دی، لوبډلې تېره اونۍ په هسپانیه کې یو ښه تمریناتي کمپ درلود او موږ به د منځني ختیځ شرایطو کې د تمرین کولو لپاره خپله لوبډله د راتلونکو سیالیو څخه پنځه ورځې مخکې متحده عربي اماراتو ته واستوو.»
وروستی ځل د افغانستان او ایرلینډ د کرېکټ د لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۹ کال کې سیالۍ تر سره شوې وه.
د افغانستان او ایرلینډ تر منځ په تر سره کېدونکې لوبلړۍ کې یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ تر سره کېږي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، د افغانستان او ایرلینډ تر منځ یوازینۍ ټیسټ سیالي د فبرورۍ له ۲۸ د مارچ تر ۳ مې نیټې، یو ورځنۍ سیالي د مارچ له ۷ مې تر ۱۲مې او شل اوریزې سیالۍ د مارچ له ۱۵مې تر ۱۸ نیټې تر سره کېږي.
ایرلینډ د افغان کرېکټ پر وړاندې د ترسره کېدونکې لوبلړۍ نوملړ په داسې حال کې اعلان کړ، چې دمګړۍ افغان ملي لوبډله د سریلانکا په سفر تللې ده او په سریلانکا کې د یوې ټیسټ سیالۍ تر بایللو وروسته به د جمعې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ لومړی لوبه ترسره کړي.

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟