• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په لویو ښارونو کې د ټاکنو له پیل سره سم ټیلیفوني شبکې وتړل شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د مخابراتو ادارې د تېرې ورځې له اعلان سره چې په دغه هیواد کې به ټیلیفوني شبکې په عادي ډول فعالیت کوي، نن سهار پنجشنه د (سلواغې ۱۹مه) اته بجې په لاهور، اسلام اباد، کراچۍ، ملتان، حیدراباد، کوئټه، پیښور او نورو لویو ښارونو کې د ګرځنده ټلیفونو شبکې بندې شوې دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د ټاکنو له پیل سره سم په ټول پاکستان کې ټیلیفوني اړیکې پرې شوې دي او خلک نه شي کولی یو له بل سره اړیکې ټينګې کړي.
پاکستاني رسنیو په تېره د دغه هیواد د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) له قوله ويلي چې د ټاکنو په ورځ به ټیلیفوني شبکې نه بندوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې ویلي چې ټیلیفوني شبکې یې د خلکو د خوندیتوب لپاره په موقت ډول تړلې دي.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو ته په اشارې سره په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاسي ګوندونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او فشار په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په پاکستان کې یې د جمهوري بهیر د ساتلو لپاره د بنسټیزو ازادیو د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې هم د پاکستان حکومت په دغه کار غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې حکومت غواړي په دې کار سره د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کړي.
روانه اوونۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې ټيلیفوني شبکې او انټرنیټ به د ټاکنو په ورځ ځکه بندوي چې د ده په خبره وسله والې ډلې د بریدونو پر مهال له خواله رسنیو ګټه اخلي.
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو یو شمېر پاکستاني اوسیدونکي او افغان کډوال وايي چې تر اوسه پورې یوازې ټیليفوني اړیکې پرې شوې دي او د وای فای انټرنیټ سهولتونه لا په خپل ځای دي.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ټاکنو غوندې ورته ورځو پر مهال په ټول دغه هیواد کې ټیليفوني شبکې تړل شوې او ويل شوي چې دا کار د احتمالي پیښو د مخنیوي لپاره شوی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟