• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش ډلې په بلوچستان کې د پرونیو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۲۶ GMT+۰

داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بلوچستان کې د چهارشنبې د ورځې د دوو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر ویلي و، چې د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۸مه) په پښین کې د اسفندیار خان په ټاکنیز دفتر کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه پاکستاني چارواکي په اېکس پاڼې لیکلي چې، په کلا سیف الله کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل رحمان پر ټاکنیز دفتر په دویمه چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
دغه چاودنې په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د ټاکنیزو کمپاینونو له درول کېدو یوه ورځ وروسته وشوې.
په پاکستان کې نن ټاکنې ترسره کېږي او په بلوچستان ایالت کې پرونۍ چاودنې په ټاکنو کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي