• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏په تاشکند کې د افغان-ټرانس ريل پټلۍ پروژې څلور اړخيزه غونډه ترسره شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د ازبکستان، پاکستان او قطري استازو په حضور کې د افغان ټرانس پروژې څلور اړخيزه ناسته د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره شوه؛ خو طالب استازو پکې په انلاین بڼه ګډون لاره.

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې په غونډه کې د قطر د ريل پټلۍ استازو په افغان-ټرانس پروژه کې د ګډون او پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې او د دغې پروژې په لړ کې د شته هېوادونو ونډه او پانګونه يې هم په دغې عايداتي او پراختیایي پروژه کې مهمه وبلله.
د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وایي،‏ ‏د غونډې په اوږدو کې ټولو خواوو پر دې هوکړه وکړه چې د افغان-ټرانس پروژې د ارزونې او اسانتياوو برابرولو لپاره بايد په راتلونکې ناسته کې بشپړه طرحه وړاندې شي.
‏د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه د دغې پروژې د تمويل، فزيکي څېړنې او په دې پروژه کې د نويو ګډونوالو او پانګه‌والو د څرنګوالي او بشپړوالي په موخه دريېمه ناسته جوړېږي.
دغه اداره زیاتوي، چې د افغان-ټرانس پروژې د پلان له مخې به یو نړۍوال مشورتي شرکت د دغې پروژې اړین معلومات چمتو کړي؛ ترڅو دغه معلومات له هېوادونو او نړۍوالو مالي بنسټونو سره شریک کړي چې له مخې یې نړۍوال بنسټونه او هېوادونه دې ته لېواله شي، چې د دغې مهمې عایداتي او پراختیایي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.
‏ ‏د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دغې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي، چې د ريل پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدولو خدمتونه اسانه کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۴
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۵

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی