• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏عطامحمد نور:افغانستان د نورو خاوره نده، چې له هغه ځایه د 'استشهادیانو' د استولو امر ورکړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ - ۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د جمعیت اسلامي ګوند غړي عطامحمد نور په اېکس پاڼه لیکلي، د ‏دوحې په تړون کې افغانستان د ملي او نړۍوالو دسیسو او د نورو هېوادونو د غوښتنو له امله کارول شوی او داسې نه شي کېدای چې زموږ هېواد دې د پردیو پرېکړو په سیمه بدل شي.

هغه وایي، روښانه ده چې په افغانستان کې اوسنی واکمن وضعیت د لویو ملي او نړۍوالو دسیسو او د دوحې تړون د ناسمې پرېکړې پایله ده.
هغه ریاته کړې:« دغه نیواک زموږ خاوره له سیاسي اړخه دومره کمزورې کړې، چې زموږ د یوه ګاونډي هېواد لوړ پوړی ډیپلوماټ زموږ پر ځمکه د مالکیت دعوه کوي.»
‏هغه وایي:« زموږ د ګاونډي هېواد د يوه لوړ پوړي ډيپلوماټ وروستۍ څرګندونې ښيي، چې هغه يا زموږ د هېواد د تاريخي پېښو په درک کولو کې بې غوري کړې او يا يې له سياسي پلوه تعصب کړى دى.»
تېره ورځ د افغانستان لپاره د ایران استازي ویلي و، که اړتیا پېښه شي له غزې څخه د ملاتړ لپاره به له افغانستانه «د استشهادي ځواکونو لښکر» واستوي.
حسن کاظمي قمي د افق دولتي شبکې ته ویلي و، چې افغانستان له غزې لرې پروت دی؛ خو د «مقاومت ځواکونو» یوه برخه ده.
ایران تر خپل ملاتړ لاندې ډلې او نورې هغه ډلې چې په سیمه کې د لوېديځې ټلوالې او اسراییل پر ضد جنګېږي، د «مقاومت ځواکونه» نوموي.
ښاغلي نور لیکلي، نننی حالت یو نامشروع واکمني ده او ورسره هر ډول تعامل د افغانانو د غوښتنو له پامه غورځول او د بشري حقونو، ازادۍ، عدالت، برابرۍ او متقابل زغم پر ضد د یوې ظالمې ډلې ملاتړ ګڼل کېږي.
هغه وایي:« په تېرو شلو کلونو کې نړۍوالې ټولنې او په ځانکړې توګه امریکا د دولتونو په رامنځته کولو کې ځانګړی رول لاره او په کورنیو چارو کې مو ملي ګټو له مخې دغه لاسوهنه هغه مهال غندلې؛ خو ورته د اشغال نوم ورکول بیا د طالبانو له فکر او شعوره د پیروي کولو او د افغانانو د سیاسي ارادې سره جفا کول دي.»
هغه زیاته کړې، چې افغانستان ډېرې لوړې ژورې تېرې کړې؛ خو هېوادونه دې زموږ خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي.
هغه وایي:« زموږ هېواد د نورو د نیابتي ځواکونو د تولید سرچېنه نه ده، چې له هغه ځایه یې د استشهادیانو د استولو امر بل څوک وکړي.»

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۴

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۵

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي